...

امیر حمزہ شینواری

داسې زه د يار په عشق کې يم په دار مست

لکه ګل وي د چمن په نوبهار مست

ما چې شمار نه کړې په مسئوليونو کې

اې زاهده، يم خرمست، ولې هوښيار مست

د الستُ هغه نغمه مې لا تر غوږ ده

نو به څنګه شم په ميو د دې دار مست

چې تمکين زما بدل په تلون شو

لا تر اوسه ځکه دی زما قرار مست

د ازل نه ده مستي زما په برخه

نقصان څه دی که شم اوس د چنګ په تار مست

اې حمزه ښه هغه مست دی له رندانو

چې وي تل د يار د ميو په خمار مست