...

اشرف خان هجري

هغه څوک چې په فاني نعمت څاربه شول

عاقبت چنجي د خاورو پرې ماړه شول

هغه تېر غټان چې حال یې کتاب وايي

وار په وار ذبح د موت په چاړه شول

مال و ملک ماڼۍ یې وسپارل په نورو

ځان په ځان د ګور په خونه کې ویده شول

د دنیا په تش لباس عجب مغرور وو

نهایت یې ارمان وکه چې په تله شوله

چې له تېرو هیڅ وفا دنیا ونکړه

نن پرې ولې پسمانده هسې تاوده شول

دنیا ناوې بې وفا ده شوهر وژني

عاقلان یې له دوستۍ ځکه ساړه شول

د هر فصل ګل چې وه زوول په لاغ کې

بیا هم هسې د خزان په وار خواره شول

اې په تش هوس غره سامان د کوچ کړه

خپل همزولي درته ستړی په کاته شول

هدیرو ته نظر کړه ریاض به څه کړې

مجلسي یاران دې وګوره چې څه شول

ناوې جونه ښه زلمي مشاهده کړه

ګوښی ګوښی په ګورونو کې وراسته شول

اې هجري بهشت په ښه عمل مونده شي

هرګز خوی د هغو مه کړه چې کاږه شول