

امیر حمزہ شینواری
دې غوږ کړو د مکرۍ دنیا په ست
په عقبی به دې نازله شي عسرت
د اول دنبال اول سي د اول نه
چې راستون شي ابتدا شي نهايت
خو دي کور دی د ناپوهي په دنیا کې
شته په کيف د بيخودۍ کې معرفت
د نسبت غوږونه ګڼ دي اواز یو دی
د وحدت زئينه دار ګڼه کثرت
د وصال حسرت مې ووت که ونه ووت
اوس کومه په حسرت پسې حسرت
ښاپيرۍ غوندې دنیا ده چې وي پېغله
بيا بلا شي چې يې تېر شي بکارت
د محبوب الهي له برکته
حمزه دی دې هر يو شعر کرامت