...

امیر حمزہ شینواری

چې الفت د حد نه تېر شي د حبيب

پاتې کېږي نه ادب او نه اديب

محبت د انتها نه هله تېر شي

چې نظر هم ورته خپل ښکاري رقيب

بُعد هله بُعد بويه چې قربت وي

چې دا نه وي نه بعيد شته نه قريب

دنالې او د بلبل نسبت خو ګل وي

ګنې چرته ژړا چرته عندليب

چې تپوس د زړه زخم يې مزګان کړي

دا زخمي دی په دنيا کې خوش نصیب

چې بيان د يار د خط او د خال نه کا

بې حاصله قيل و قال دی د خطيب

ستا علاج به حمزه بل طرف ونه شي

خو چې خدای دې بې نوا کاندي طبيب