

امیر حمزہ شینواری
وايي چې توبې ته روا څه مطلب؟
شېخه د دې داسې خطا څه مطلب؟
ما سره وعدې د سبا هر سبا
نن خو مې لږ پوه کړه، سبا څه مطلب؟
ته ورته ځير ګورې زه ټيټ ګورمه
ستا به څه مطلب وي، زما څه مطلب؟
بل ورته راځي چې لاړ شي يو له زړه
وايه په عالم کې خلا څه مطلب؟
لاړې مرور شوې له ما؟ ډېره ښه
ګورې چې دا بېرته په شا څه مطلب؟
څنګه دې حيران يمه، ممکن کړو وصل
اورمه چې ستا له بها څه مطلب؟
وايه ګله راز د زړه چاودون څه دی
ټيټ دې کړو سر، خاندې، د تا څه مطلب؟
ښه راغلې حمزه و ته ريباره خو
سترګو کې چې ستا ده ځلا څه مطلب؟