...

امیر حمزہ شینواری

د کوم جهان په سمندر کې دا جهان دی حباب

او بيا د چا په ننداره همه چشمان دی حباب

زړه په ظاهر که ورته څير شي، د انسان دی حباب

خو په محيط د زړه کې ګوره چې اسمان دی حباب

که یو نفس يې هم ژوندون وي په مستۍ تېر شي

چې ورته ګوري په ګډا لکه د ځوان دی حباب

جوړ په دې پوه دی چې يې ژوند د یونفس راوړی

پياله په لاس کې لکه رندهې رلصان دی حباب

دا ازدحام د ارمانونو اې فاني زړګيه

بې د یوې کاسې نه بې سروسامان دی حباب

دا غيريت په ما او تا کې اضافي دی اشنا

د خپل محیط سره په اصل کې يوځان دی حباب

زړګيه تېر له دوه نفسه شه دوام وګڼه

له خپله ځانه چې فاني شي بيکران دی حباب

تشه پولۍ ده چې خېمه دې د ليلی نه وي زړه

د تش عمل سره خو تګ د هر ګاروان دی حباب

د زړه چاودون به دې حمزه څه وي اثر په اشنا

که شي فنا خو په خپل ځان باندې تاوان دی حباب