

امیر حمزہ شینواری
داسې ښه يم ګرېوان څيرې مست خراب
زه طالب يم د عذاب، نه د ثواب
دا د خپل سوري نه داد د حسن غواړي
آهو چشمې که ترې ته کړې اجتناب
د توبې د ماتولو انفعاله
اوس نه نوې توبه کړی شم، نه شراب
راکړې سترګې عاشقۍ د يار کتو ته
بې له سينده نور کتل چوي حباب
په زنګون مې د اشنا دی سر د فکر
دا چې ايښی په زنګون مې دی رباب
عشق و ماته داسې خوب د بيدارۍ دی
چې په خوب د بيدارۍ مې تللی خواب
معلومېږي د حمزه سره پخلا شوې
په نقاب کې هم چې کړې ځنې حجاب