...

امیر حمزہ شینواری

دا نقاب دې د جمال نه دی نقاب

دا جمال دې شو نقاب لره حجاب

اې د يار د حجاب جوشه درېغه درېغه

چې پيري مې وي په برخه، نه شباب

باز د فکر مې کامتر د تصور ستا

لاندې نه کړونه په ويښه نه په خواب

بې نسبته حسن او عشق دواړه خاموش دي

بې تبخيره یو دي ابر او درياب

ته بدلېږه را بدلېږه داسې ښه يې

چې دې ځان په هر انداز کړمه سيراب

حمزه سيند کې د هستۍ دا هم خلق

د فنا کاسې په سردي جوړ حباب