...

امیر حمزہ شینواری

يار لرې کړه د مخ نه کچه خال بيا

کړه حاصل د يو نطقې نه راته حال بيا

شته سره وايي د خوږ زړونو رودادونه

رنګينۍ شوې د سپرلۍ، د جنون ټال بيا

ستا شېوه د ناجاڼۍ را ياده شوې

ته حيران شه چې د وصل وکړم سوال بيا

د مستۍ نه دې صيقل اخلي نازونه

دي موسکي په آيينه کې د جمال بيا

زړه مې جمع دی چې زلفي خورې نه کړې

شي به جوړه سلسله د اختلال بيا

پخواني د زړه داغونه زما هېر دی

د زړه سره کړه تازه په جبين خال بيا

نه مړېږي د ګوهرو خراج غواړي

جمزه اوښکې په ځولۍ کړه پشکال بيا