...

امیر حمزہ شینواری

عالم کې د عدم مې شو مضطرب شباب بيا

شايد د مخ نه دور کړو دلبر نقاب بيا

هم درد وهم دوا ده ژړا ما لره د عشق

باران فنا کړي هم ترې شي پيدا حباب بيا

واپس نه ځي چې راشي چرې قاصدان د غم

اوس دا مې دی خيال نه لېږم جواب بيا

صابر خو عشق دی ولې ګويا بې حسن کړی

زخمک خموش سر کړي په نغمو رباب بيا

نن چشم سرمه ګين ته راځي عقاب بيا

مينا کې خپل خمار کړو نشه شراب بيا

وحشت مې شو خروش کې موسکی چې يار شو

اوس بېخودي د عشق ده مخکي سراب بيا

حمزه جنون د عشق شو داعي تيار شه

اوس لار کړه اختيار د صحرا شتاب بيا