

اشرف خان هجري
هر چې اوسي په دا خونه د وبال
و هر چا ته کشال شته په قدر حال
یو طرف د امن غواړم لیده نشي
جهان هومره لبالب دی په کشال
که هزار عیش د روه بښي سپهر
په یوه غم کا هغه واړه پایمال
نه یې ښه زمان قابل د خورمۍ دی
نه یې بد ساعت لایق د استملال
په اندوه یې ملال مه شه باقي نه دی
په هوس یې هم هرګز مه شه خوشحال
که وصال د ښکلي مخ زمانه در کا
زر دې زړه په نیش د هجر کا غربال
اقبال نه ورځي هرګز د چا په غولي
څو همراه ورسره نه کاندي زوال
دی په خپله ویل کا چې لا بقا یم
که معکوس کړې ته حرفونه د اقبال
د حیات کوتره کوزه کا له دوره
د قضا شهند چې وا کا جوړه بال
اژدها له غاره وباسي به عذره
ماهی وکاږي له سینده بې مجال
په بقا د عمر ځای د غرور نشته
لکه باد هسې ګذر کا ماه و سال
اې هجري لکه نادان بنده یې مه شه
غم ښادي د جهان خوب دی لا خیال