

امیر حمزہ شینواری
شته په هر طرف کې زمونږ پام د بېنوا
ويړ په شش جهت کې وينم دام د بېنوا
جام به د اسامان د ده محفل کې په ګردش شي
چا چې شونډې کېښودې په جام د بېنوا
خوند د بادشهۍ به يې سبب د انقباض وي
څوک چې له اخلاصه شي غلام د بېنوا
موسکه مې دنيا د بوتراب په تصور ده
زيات له به دې نور څه وي اکرام د بېنوا
خلاص يې کړم د ډېرو سلامونو نه په ژوند کې
یو کرت چې ما وکړو سلام د بېنوا
راشه د حمزه د هر وېښته نه يې وغواړه
غواړې که طالبه څه کلام د بېنوا