...

امیر حمزہ شینواری

مينه موندۍ شي د جنون په رڼا

نه د علوم او د فنون په رڼا

هغه چې تلو، راته موسکی غوندې شو

نن مې روښان دی د پرون په رڼا

طلب د مخ ښه و پخوا له زلفو

کښېنه تياره ده، کوه يون په رڼا

چې فلک نه زده، هغه ګورمه زه

جګ مې نظر ځي د زنګون په رڼا

خپل تصور راته وانخلې چې ځم

پېر ته چې هم شمه راستون په رڼا

درېغه چې زلفي يې پرتې وی په مخ

اوس خو کبدی نه شي شبخون په رڼا

حمزه په مخ يې زلفې ځنګه رپي

ګوره جنبش چې کړي لمسون په رڼا