...

امیر حمزہ شینواری

د کايناتو په چمن کې دی بهار د رڼا

له هر یو رنګه عبارت دی هر یو تار د رڼا

له کايناتو ما وراء مې دی الوت د خيال

د محسوساتو نه وتی نه شي رفتار د رڼا

بې له خپل ځانه به روښانه حقیقت نه وي بل

زما خبري دي چې پيدا کړي اعتبار د رڼا

مينه هيڅ کله اشنا نه شوه د کږليچه سره

لکه مدام چې وي رفتار په نېغه لار د رڼا

جوړ ښاپيرۍ ده چې به ښکاري خویبانه ښکاري

دا نشوران چرې پوه نه شول په اسرار د رڼا

همه نن زېري د وصال ته داسې ځيروي زړونه

لکه سپوږمۍ نه چې حاصل نه وي اختيار د رڼا

ځکه شډل زړونه له حسه څه بهره نه مومي

په کثيف څيز چرې کېدی نه شي اظهار د رڼا

چې بېنوا ته مې زړه ور کړو بې نوا شومه زه

رڼا رڼا شومه حمزه چې شومه يار د رڼا