...

امیر حمزہ شینواری

لويې د فکر سلسلې شوې زما

چې د غمونو شپې وړې شوې زما

ځواني يې زلفې په بارخو راولې

اوس نو دا ور د پاسه شپې شوې زما

دا انتظار دی چې ډيوې بلوي

سم له ماښامه سترګې سرې شوې زما

پوخ مې جنون شو که په خود شومه زه

خوښې زنځير او زولنې شوې زما

ستا د کاکل په برکت خبرې

نن د پښتون په مخ خورې شوې زما

شمعې کوتاه د دا کیسه کړه د سوز

سترګې خو ګوره چې درنې شوې زما

مينه اشنا را سره کمه کوه

ګوره چې زياتې وسوسې شوې زما

د محبت له نازکيو توبه

پاتې پښې ابله فلسفې شوې زما

چې دې خوی بوی د سپېلنو شو حمزه

سترګې د چا په لور کږې شوې زما