

امیر حمزہ شینواری
چې د اشنا غمونه ګران دي په ما
څومره چې ګران هومره اسان دي په ما
خدايه له دې يې بې خبر ساته
مهربانۍ چې د اسمان دي په ما
ګلونه څيرې ګرېوانونه نه دي
ستا په نظر همه چشمان دي په ما
تا چې ښکنځا دي نن رقيب ته کړې
ځار دې له خولې شمه تاوان دې په ما
شولو رخصت د التفات سره دی
دا کرمونه د ارمان دي په ما
اوس کجاوې هم بړبوکۍ ګڼمه
ګلستانونه بيابان دې په ما
حمزه دا نن په ميخانه کې ولې
واړه مستان چې مهربان دي په ما؟