

امیر حمزہ شینواری
دا حوصله چې وارخطا ده زما
خپله وفا بده بلا ده زما
تا چې وعده نن د وصال وکړه
هغه د هجر شپه سبا ده زما
نوره همه خوښه د تا کومه
ستا د صفت خوښه زما ده زما
زه به هغه کړم چې رټې مې پرې ته
ستا په رضا باندې رضا ده زما
سر دې چې ټيټ کړو زړور مې شو لا
څه ګستاخي ده خو روا ده زما
کله موسکۍ، کله حيران شې راته
جوړ د خندا غوندې ژړا ده زما
ته په حمزه تل مهربانه اوسې
اې مهربانه دا دعا ده زما