...

امیر حمزہ شینواری

چې هیڅ نه دی مقدر مآل زما

دا ماکان او مایکون دی مال زما

په تسليم مې حال ته راشه مستقبله

له ماضي چې خراج اخلي حال زما

د ازل نه تر ابده یوه جوته شوه

اوس راستون دې شي د فکر ټال زما

کاينات يوه لمحه ما د وخت ده

د قدرت يوه لمحه ده کال زما

د دنيا د ناوې حسن په پسول نه دی

په تندي يې دی د وينو خال زما

زه هغه يم نور همه اعتبارات دي

له خپل ځانه دی کمال زوال زما

هغه کند چې د فقير په اوږه ښکاري

هغه په سر د اميرانو شال زما

ننداره مې په جلال کې د جمال کا

چې ځپلی دی هر څوک جلال زما

عين علم شو وجدان ور پسې فکر

ده وَله له هغه بحره خيال زما