

امیر حمزہ شینواری
دا احساس دی د خودۍ کمر زما
دي په کښته که شته پورته پر زما
چې ستا زړه مې د بې کوره سودا ځای شي
ستا په پت کې دې قربان شي سر زما
د احساس قاصده راغلې خورا نغلې
ولې وايي نه راځي خبر زما
ستا د زړه صدا ترې ځي که مات مې زړه دی
څه زده څه؟ آيينه ساز هنر زما
د حکمت آيينه ستان يې حيران مه کړه
د جوهر له باره سپک وزر زما
د حيرت کوربه خالي د مرآت کور کړ
چې پرې عکس شو مېلمه بشر زما
د فلک ګنبد مې مات نه کړ په چغو
دايره شو د حسرت، سفر زما
چې شجر د عشق مې تاند په ځيګر خون کړ
پوخ شو، پرېوت، د ارمان ثمر زما
نن قاصد جوړ د سيلۍ په اوږو سور دی
حمزه وکړو اسوېلو اثر زما