

امیر حمزہ شینواری
که هر څو ده ستا غمزه، قضا زما
خو اثر يې د ادابقا زما
صفا يي خپله رهبره وي د نوورو
څه په کار د آيينې ځلا زما
د نما ښام په بېخودۍ کې تا خير مه کړه
اې ساقي چې شي رنګين سبا زما
سېلاب نه یمه هر څو که بې نوايم
سمندر لري د زړه نوا زما
لطافت د مهرو ګوره راته وايي
اې تور ژبيه نوم وانخلي بيا زما
د تقدير لينده په ګورت کې د نظر شوه
هر یو غشی شو مرهم رسا زما
د راحت به شي زما دوه جهانونه
د زړه غل که چرې شي زما زما
چا په چنبل د اوبو کب ليدلی نه دی
ړانده څه ويني د روح غذا زما
انجمن د حسرتونو زړه مې شمع
زه دوی ژاړم دوی کوي ژړا زما
توبه سرې سترګې رخصت شي په سپرلي کې
ښاپېرۍ د ميو وړي بلا زما
مشرکان د ماسوا مې ختم نه کړل
کړو طاقت د زړه غزا غذا زما
چې وصال يې د ګوهرو خراج غواړي
پشکال شوه په ځولۍ ژړا زما
نه حمزه ته یو وهمي وجود ښکاره شوې
هېڅ اثر و نه کړو عشق په تا، زما