...

امیر حمزہ شینواری

سر و مال مې له تا ځار کړو ايمان لا

ته په ما د بې وفا کړې ګومان لا

يو خو هسې خونړۍ وې د تا سترګې

بل باڼه په غشي روخې کمان لا

د ستا خال چې نشانه د کوم نظر وي

نوم يې ورک شو له دنیا نه نشان لا

ستا ديدن به ميسر په کوشش نه شي

که مې جان د جان سره شي اوجان لا

ستا رات د تورو زلفو په رات پټ دی

تور کافر دې ځوکېدار دي ماران لا

د غم بار به دې حمزه څه رنګ اوچت کړي

چې عاجز ده ورته مځکه اسمان لا