

اشرف خان هجري
په قدرت چې یې پیدا اول قلم کَ
په زبان یې د هر چا نصیب رقم کَ
نن هغه برخې نفس په نفس رسي
په قسمت د چا ښادي د چا یې غم کَ
په جدل به نن هرګز د چا لوی نشي
په رتبه چې ازلي رقم څوک کم کَ
کوږ به نشي په حسد د حاسدانو
له ازله چې یې کار د هغو سم کَ
مرګ بې واره لمن کله د چا نیسي
ولې نه پايي یو دم چې رزق یې تم کَ
د قضا رضا خارج کاله بهشت
په ګناه یې بیا لازم غریب ادم کَ
هجري اه د زمانې له زخم مه کړه
رب فګارو ته پیدا عجب مرهم کَ