...

امیر حمزہ شینواری

چې اوتر کاته په څېر د غرڅني کا 

وارخطا د خلقو زړونه ازمري کا

چې ارمان مې غوږ او خوله شي له هوسه 

مينه پرله پسې څو څو ارغشي کا

شي له شونډو دې راغلې موسکا ورکه 

پښه نيولي مې په لاره کې سپرلي کا

کله کله يو نظر وکړي دا هسې 

چې زه وايم مستقبل به مې غني کا

صد رحمت که د رواج له ډاره نه وي 

ارتينه چې ځان د يار سره ستي کا

ځوانان څه چې ډېر زاړه راته معلوم دي 

کله وېړ کي په فاني کې کورکي کا

چې صوفي يې په خلوت کې هم نه وايي 

ها خبرې په بازار کې لېوني کا

چې په مينه کې هنر د مین زيات شي 

په تکل د قربانۍ کې به کمي کا

په خيبر کې خوارج او نواصب دي 

حمزه ځکه صفتونه د علي کا