

امیر حمزہ شینواری
اوښکې مې له ډېره ضبطه ډېره رواني کا
سيند چې څومره ډب شي هومره سيمه طوفاني کا
پټ شي په وريځ کې کله وځي له ورېځې
نمر مې د تودو سړو د ژوند ترجماني کا
شوق او اتنظار او اضطراب په زړبودۍ کښې
يار که ملتفت شو ترېنه جوړه به ځواني کا
پوه وي په خپل حسن چې تکل د آيينې کړي
بیا په خپل ديدن ولې دا ښکلي حيران کا
سترګو ته دې وايه چې دا ټيټ کاته ښه نه دي
پوهه دا هندکۍ کړه چې خويونه افغاني کا
پټ چې په لباس وي خو پيکر چې د حيرت وي
عشق ورته تصوير غوندې په برخه عرياني کا
وګوري په ترځ او بیا رقيب ته په خندا شي
کله ډېره ډېره چې په ما مهرباني کا
ما ته دي معلوم چې د یوه نفس يې اسير کړی
ملک يې دی د زړونو مسخر سلېماني کا
څو چې حمزه وينه د مېنو ارزانېږي
زياته په ديدن کې هومره ښکلې هم ګراني کا