

امیر حمزہ شینواری
هر کله نظر چې د اشنا مهرباني کا
ما د بېلتانه د تېرو ورځو ارماني کا
اوس چې اشنا ستا په ژبه زه يم پوهېدلی
هره وينا ستا د یو انداز ترجماني کا
مه وړاندې کوئ ورته سرونه په بها کې
لا د دې په هور ته په ديدن کې به ګراني کا
ډېر لباس که وکړمه خو حال مې څرګندېږي
تېښته لکه څو چې د تصوير نه عرياني کا
څوک چې په طلب کې مړنی لکه مېږی وي
هغه به حاصله دبدبه سليماني کا
ښه ده چې ګرداب د بېلتانه شته په الفت کې
ډېر چې تاو راتاو شي لا به ډېره رواني کا
مه ګڼه عارف يې آيينه يې ده ناقصه
څوک چې کله کله راڅرګنده حيراني کا
زړه چرې د ښکليو په وعدو نه جمع کېږي
زياته التفات يې بويه دوه پرېشاني کا
سرای د دنیاګۍ ته چې کاروان د سپرلي راشي
جوړه په هر لور د ديدنونو ارزاني کا
وروسته د حمزه غوندې هغه نه پاتې کېږي
څوک چې په طلب کې خپل سرونه قرباني کا