

امیر حمزہ شینواری
غم ځپلي مین چرې دوا نه کا
د دې رنځ د خلاصېدلو دعا نه کا
بې له اذنه يې بلا د زلفو اخله
څوک به ښکلي په سوالونو رضا نه کا
آيينه چې راکړه عشق دا يې علت و
صوفي ګوره چې حيران شو ثنا نه کا
زړه غافل د تور او سپين نه تصور کړم
چرګه شپه به دې بانګونه سبا نه کا
وساغر ته ګردن ښکته د مينا شي
په صادق به ولې مينه اشنا نه کا
جمعيت مې د زړه زيات له پرېشانۍ شو
په هر دم راته بيا بيا کړي خو بيا نه کا
د پرهر د وينو ډکې خولې ته ګورم
چې کوم څاڅکی دې بڼو ته دعا نه کا
ستا د در خاورو ادب هسې را زده کړ
چې رانجه مې کړلې سترګې، ژړا نه کا
زه د غم له ډېره زوره ورته خاندم
په یو رنګ خو عشق وهلي ژړا نه کا
معشوقې شي جوړولی طوفانونه
د عاشق یو اسوېلی به پيدا نه کا
زړه په خپله خور ما خور دی ورته ګوره
چې مین شي دوه مین به جدا نه کا