

امیر حمزہ شینواری
حجره د زړونو بويه چې پراخه پښتانه کا
بیا ځای دې پکې پسته د حالاتو مېلمانه کا
حالات خو منګوټي دي په ارهټ د زمانه کې
ډکېږي او تشېږي اوبه خور د ژوندانه کا
قربان دې همه لوړ وي د مينې له ژورو
سرکش لکه فلک هم هسې سر په زنګانه کا
اخر دا زما شپې به ګريوان ګېرې د اشنا شي
خندا به مې تر څو سحر، په څيرې ګرېوانه کا
تمکين د حوادثو ته پيدا لکه ساحل کړه
موجونه د وختونو که تېری کا پروا نه کا
لا کيف د محبت يې په ځوانۍ راغلی نه دی
طفلان دي په دې لار کې چې فرياد له بېلتانه کا
ادم خو په صورت وي چې زامن دي د وختونو
انسان به هومره نه شي چې وختنه پيدا نه کا
اشنا زه خو مېلمه ومه له شرمه به څا وې
اخر مسلماني ده، دومره ست خو کوربانه کا
حمزه د ارمانونو د رمې چې غم ونه کړې
حالات که شرمښان دي محبت به يې شپانه کا