

امیر حمزہ شینواری
نن دې پوښتنه چې اشنا زما د زړه کا
خپلې برندې سترګې نه پوښتې چې څه کا
د ژوندي حسن په مړو سترګو قسم دی
چې ډېر مړي به ژوندي کا ډېر به مړه کا
د همت زلميو زړونه که بار نه کړل
نو به دوی د خوشحالۍ جونې واده کا
دا هنر زما نظر ته مينې زده کړو
چې بار خودې کله زېړ او کله سره کا
خير که کم په ټول محفل کې زه ښکاره شم
خو اشنا چې راته ډېر نه ګوري ښه کا
د سړښت له زوره تود نظر دې څه شو
چې د غم ساړه نبضو ته مې تاوده کا
تروږمۍ کې يې خپل حسن پرده ډېر دی
په سپوږمۍ د پينځلسم کې به راتله کا
ته چې راغلې کوم دې خوښ دی چې يې وکړم
تشکر خو څوک په زړه او څوک په خوله کا
په ګل مخ کې يې بورا سترګو ته ګوره
ته به وايې د مستۍ نه الواته کا
برند باڼه دې جوړې تيټ کړل زما اوښکو
احترام د ننواتي پښتانه کا
هغه سترګې چې ور وګورم کچه شي
څه کارونه په کچه کې د پاخه کا
تغافل کوه همداسې ډېر ښه ده
چې ستا خوی مې ارمانونه پښتانه کا
ګوره ټيټ زما نظر ته که باڼه کړې
پښتانه دي، پښتانه به مېلمانه کا
حمزه ښکاري چې اوس پوهه په مطلب شو
چې اوس تا سره خبرې په لېمه کا