

امیر حمزہ شینواری
زلفې کړه خورې چې د توبې په زړه تياره کا
شوخې دې ککۍ کړه چې مې دواړه ککۍ زړه کا
نه ده دا ژړا دې د رښتاوو چې سپرلی دی
ګل ته خو دې ګوره د وربل د پاسه څه کا؟
اوس کله قصه د زړه په سترګو کې لوستی شې
ودرېږه دا تور زما د سترګو چې رانجه کا
ډېر زړونه تېروتي ستا په سترګو غلچکو دي
څنګه د ماشوم غوندې ساده ساده کاته کا
ګل چې سترګې پرانستې بې واکه په خندا شو
ځان ته چې يې پام شو اسوېلي ساړه ساړه کا
زه پښتنو سترګو ته نیازبين زړه ور کومه
ګورم چې نيازبينه پښتنه ور سره څه کا
نن خو شه ګستاخ زما نظره پسرلی دی
ګوره چې حباد هغه ګل انتګي سره کا
یو کرت خو خپله لار بدله کړه سپرليه
ګورم چې خزان ته، ستا په پله دلته راتله کا
زور د پسرلي دی هر هر شي راغی د باندې
اوس به حمزه واړه د پرون وږي ماړه کا