...

امیر حمزہ شینواری

په زړه کې مينه په ظاهر کرکه 

فطرت يې څه کا او ښکلي څه کا؟

چې يې په خوله وي زما د زړه وي

زما په خوله شي چې څه شپه زړه کا

لا يې ديدن شي د ديدن تندده  

سترګې اوبه کا سترګې اوبه کا

اشنا چې ويښ شي د ديدن يې کېږي

مېن نمونځونه په نمر خاته کا

اوس سنجيده شو ځواني يې راغله

ګوزار په وروځو ګواښ په لېمه کا

اوس چې څه غواړم هغه نه غواړم

څه چې زه غواړم هغه خو نه کا

کله مې نه ويني که ګوري سم سم

کله بل خوا ګوري ما ته کاته کا

زه اسوېلي کړم هغه قهرېږي 

که زه ساړه کړم هغه تاوده کا

طفلي بې صبره مسته ځواني شي

زاړه زلمي کا، زلمې زاړه کا

په موسېدو کړي انکار له وصله

څه په خوږو کې تراخه تراخه کا

فرش د نظر مې په ختمېدو دی

زه يم ناتوان او بې مهره تله کا

مينه شوه ځوانه ساتم يې پټه 

جل چې شي پېغله خوند په کاله کا

مړه دي له عشقه چې ژوندي پايي 

هغه ژوندي دي چې عشق يې مړه کا

حمزه ککۍ دې يار ته کړه کوزې 

هلته به څه کړې چې لېمه سره کا