

اشرف خان هجري
چې امید مې ستا د وصل نن سبا کَ
شیرین عمر مې عبث په دا سودا کَ
نن یې غواړم په زاریو منده نشي
وقت د عیش مې د فرقت لښکر قضا کَ
د مقصود ثمر د بخت ونې را نکړ
په ناحق مې صورت ستړی په ژړا کَ
په ازل چې د یارۍ ونه خلقت شوه
خاصیت یې د هجران ثمر پیدا کَ
ما به نور ثمر د هجر بې ګمانه
چې په باغ مې د یارۍ نهال بنا کَ
هیڅ ګناه د هجر نه وینم یارانو
زړه را اوکه دا فساد چې یې اشنا کَ
نهایت یې د هجران په توره غوڅ کا
د چا زړه چې یې په ښه مخ مبتلا کَ
هغه دم یې د فرقت لوبه توده کړه
چې د عشق بازار یې ګرم په دنیا کَ
هجري راز چا ته بیان نه کا د مینې
په کوڅه یې د اشنا خلق رسوا کَ