

امیر حمزہ شینواری
سر دې پکې څه؟ سر مې د فکر په زنګون کا
داسې خوشحالي خندا چې ګل په زړه چاودون کا
ستا غمونو وچه کړه زما د وجود وينه
وده پرې په خپله په مثال د افنيمون کا
زه يې وم غلط په سخاوت د کم سنۍ
هيڅ ترې خبر نه وم چې ځواني به يې قارون کا
بس په ټول محفل کې چې یو ما ته نه راګوري
خدايږو چې ما هم به د پتنګ غوندې پښتون کا
دا خو جوړ زما نه مرور په رښتيا لاړو
پاتې شوم په دې چې اوس به مخ راته راستون کا
ما د اشنا زلفې زولنې ځکه ستایلې
ګوره د دې خپل غزل کړۍ که مې مجنون کا
تېښته وکړه عشق ونه که تنګ يې له حکمته
خپل ”جمهوریت“ چې ور تاوان په افلاطون کا
ته که د خپل سر نه ښکته زړه و ته ور کوز شوې
تا به د خپل ځان هسې بې چون او بې چګون کا
ماوې ستا سبا خو هر یو نن زمانه ورک کړو
وې چې دا خبره لېونی د کوم پرون کا
کله به تعریف وکړي زاهد د هغو لبو
څښل چې د شرابو ورندانو ته مسنون کا
نن يې و حمزه ته له سحره سترګې سرې دي
داسې راته ښکاري چې جوړ زېرمه د شبخون کا