...

امیر حمزہ شینواری

که را مخ زما په لور هغه صنم کا

بُتخانه به مې د زړه لکه حرم کا

ساقي زده له صراحي مې د زړه راز کړه

ورته ګوره چې عطا کوي سرخم کا

چې کږلېچ دي د هوس په وس کې نه وي

پاڅه مينې ته نعرې کړه چې يې سم کا

قام ته هغه دوه مخۍ توره پيدا کړئ

چې هم توره هم کارونه د قلم کا

عشقه ډېر به دې ژوندون شي مبارک شه

چې کاته په هر محفل کې راته کم کا

تل ګلان به د وفا ترې زرغونېږي

 کومه خاوره چې مينې اوښکې نم کا

بل قدم به د اشنا په درشل کېدي

که مېن يې دوه جهانه یو قدم کا

حمزه مات به کړي سنګر د بېلتون هغه

چې لښکر د ارزوګانو منظم کا

ستا مېنو کې حمزه هم عجب شی دی

چې پوښتنه هم د تا نه ستا د چم کا