

امیر حمزہ شینواری
دا اوښکې چې د زړه نه زما سترګو ته تکل کا
چيستان د هغو مستو اشارو به ګنې حل کا؟
د دوو مېنو مينځ کې چې څوک راشي خير يې نشته
دانه د ژوندانه به يې مېچن د مينې دل کا
د هجر تورې تورې ګورې شپې خو به سبا کړي
ليکن د چا په وس کې ده چې خوړ د زلفو ول کا
واعظ په څومره پوه کړم خو یوه دې زما واورم
بس دومره چې دا زړه دې لږ له ما سره بدل کا
منزل د عاشقۍ کې چې پرېوتي نه ورانېږي
برېښنا به لاروو ته نښانې زما د پل کا
همدغه ددې سيند له غواصانو تپوس وکړه
څوک شته دی چې معلوم مې د اشنا د سترګو تل کا
چاړه د استبداد يې چې غالبه په اصول شوه
دې ښکلې حوصلې ته اوس په کار دی چې سر کل کا
دوه کاره کړي وربل د پښتنې، چې په خورون شي
یوځای کې که يې مړ کړې، په بل ځای کې به اوربل کا
حمزه د محبت د تصرف نه به څه وايم
راغونډ يوه لمحه کې د ابد سره ازل کا