...

امیر حمزہ شینواری

دی ساده خو زمانه به يې قاتل کا

چې شباب يې د ښايست سره شامل کا

سيند د عشق ته مه ګډېږه سپک فطرت ته

تا ګوزار به لکه خلی په ساحل کا

ستا دې ډېرې حيا زه له حيا تېر کړم

څوک چې وشندي ايمان مينه حاصل کا

محويت خو انتها د بيدارۍ ده

انتها د بيدارۍ سړی غافل کا

ما او يار که مخامخ کړي څه حاصل دی

آيينه به آيينې ته مقابل کا

زړه خو دا دی چې اشنا پکې مېشته دی

چې ککی مې هم درزا لکه د دل کا

دا هوښيار له کومه راغی لېونو ته

اسوېلي چې په ګرمۍ کې د محفل کا

ژوند مشکل دی، که اسان دی خبر نه یم

خو طلب د اسانۍ يې لا مشکل کا

بې مهري د مهرويانو غنيمت دی

التفات يې دا مرض د دق نه سل کا

لېونی چې ځان له روغو حمزه ژغوري

چې رښتیا وي دا یو کار خو د عاقل کا