...

امیر حمزہ شینواری

کله د يار سترګې زما داسې استقبال کا

ما ته مستقبل او ماضي ښکلي لکه حال کا

حال يې محرک وي چې هر څوک په ژبه فال کا

حال خو هغه حال دی چې مې حال لکه د فال کا

ژوند د عناصرو اتصال نه انفصال دی

ژوند د عناصرو اتصال او انفصال کا

زړه ګوشه نشین دی خو چې خوښ شو په ګوښه کې

زغم يې پاتې نه دی په ذره ذره ملال کا

تور چې پورې نه شي دنېکانو څه ښايست دی

څومره افزوني د معشوقو د حسن خال کا

حسن چې پرېشان شي زړه راښکون يې بويه دوه شي

جوړه خورې زلفې سلسله د اختلاف کا

کله خو يې فهر شي مرهم د خوږو زړونو

کله چې موسکۍ شي په مکېز مکېز قتال کا

تېرې هم رښتينې کاندې داسې وعده وکړي

نه شول دروغجن هېچرې ښکلي څه کمال کا

یوځل دې څرګند شي خورې زلفې په نسيم کې

خير د حمزه عمر که يوه جوټه د ټال کا

ژوند د عشق مې وليد چې ژوندون يې دی د خضر

ژوند يې دريابي دی حمزه ژوند به دې محال کا