

امیر حمزہ شینواری
نن هغه اشنا مې چې جلوه د زړه په طور کا
ګوره چې سرمه به مې تور د سترګو نور کا
ستا په کونج د سترګو راکتو مې غم فنا کړ
ډېرې که تيارې وې رڼوځی به يې کافور کا
زه په پښتني شمله به ولې غره نه یم
هغه سروې قدې چې پخپل حسن غرور کا
ما ته بيدارۍ د شوګيرو دي ډېرې ګرانې
څه شي که په خوب کې يې جذبه را ته حضور کا
سترګې خو زما د ټيټېدو بلدې نه دي
سترګې پښتنې دې احترام په ما ضرور کا
عقل په طلب د عاشقۍ څخه بوږنېږي
هسې نه چې لرې د فطرت نه دا فتور کا
مه وايه چې بېرته مرور نه پخلا کېږي
خوی به د وختونو نه څوک لرې د مرور کا
جام دې را ته ونيوه ساقي د زړو ميو
سترګې کړه را پورته چې پيدا نوی سرور کا
ويې کړو قصور چې معطل دې کرم نه شي
بیا نو حمزه ولې قصور وار شو چې قصور کا