...

امیر حمزہ شینواری

چې نظر مې زخمي زړه ته لکه تار کا

د بڼو غشي د ستنو خوی اختيار کا

مرم په دې چې مې په مرګ نه راضي کېږي

دا څه ژوند دی؟ چې اقرار کا، نه انکار کا

که وزګار په کونج کې ناست وې مېن څه شي

په دې ډېره بېکارۍ به ځان د کار کا

زود رنجي د آيينه زړونو صفت دی

صافي ډېره قبلونه د غبار کا

زړه ځيګر دواړه وران د درد په وېش دي

که ثالث د بڼو غشی ښکلی یار کا

راز د مينې پټ ساتي که يار مې سيځي

په خندا چې د رقيب سره ګفتار کا

کړم که مينې لېونی خو د یو يار شوم

ځار له داسې غلطۍ چې څوک هوښيار کا

د وصال خوب مې ليدلی که خوب وينم

که څوک ويښ مې له دې خوبه را بيدار کا

د اصول په نقطه ښخ د زړه قدم کړه

زمانه دې که حمزه لکه پر کار کا