

امیر حمزہ شینواری
څوک چې پرېشانه وي تکل د جمعيت کا
ښکلي چې څوک راشي زلفې غونډې په هيبت کا
پټ هنر دې مه ساته هر څو که پرېشان شې
تا به لکه ګل د اسوېلو سره عادت کا
زلفې دې مغولې خوی يې سم نه شو کږې دي
شپې مې پښتنې دي، نه ګيله نه شکايت کا
شمع په ژړا ژړا کيسه د خندنو کړي
خدای زده چې د کومو سويو زړونو حکايت کا
ما که ستا د مخ په حقله څه وکړه ښودنه
ترک به ملايان له کتابونو روايت کا
سيل د ګلو څه کړم چې نرګس ته کتی نه شم
هغه هېري شوې سترګې بيا د کتو ست کا
ډېره پېرزوينه د ساقي نن په حمزه ده
سترګې يې سواد پيمانونه عنايت کا