

امیر حمزہ شینواری
نن اشنا زما د بې پتۍ نه شکايت کا
ښه دی د رقيب د مخلصۍ نه روايت کا
ښکته دې شي سترګې پښتنې چې مخامخ شي
ستا د بې لوظۍ څرنګه ښکلی معذرت کا
خوند کړي چې سپوږمۍ وي شپه اوږده وي ستا مين وي
ستا د مخ او زلفو، شکايت او حکایت کا
ګوره چې طبيب هم کړي د ځان سره ملګری
راشي خپل رنځور ته څومره ښکلی عيادت کا
زړه يې که وحشي دی په رو، رو به په دې جوړ شي
هغه چې خواهش د نامورۍ او د شهرت کا
مينه به زما کړي د قارون غوندې شتمنه
سترګې دې د بُخل په انداز کې سخاوت کا
خدای زده چې دی چا ته، خو هر يو يې ګڼي ځان ته
ستا ساده معصومې سترګې داسې اشارت کا
وساته خپل ځان دې د ضمير د ملامت نه
څه شي حمزه څه! که زمانه دې ملامت کا