

اشرف خان هجري
همېشه دې یار زما وی په دنیا روغ
چې یې تل وي نور له درده زړه زما روغ
پوه به درد د عشق بدل په دوا نه کا
هرګز مه شه له دې غم زړه د چا روغ
ته د خوږو زړو له حاله څه خبر یې
زه د عشق له غمه زړه ګڼم د تا روغ
بل فګار یې تورو زلفو په سر کېښوه
زړه مې نه وه له یوه زخم صفا روغ
ښایسته که جفا کا څه ملامت دی
چې خالق یې کور د زړه که له جفا روغ
په ازل چې یې جفا و کښیلو ورکړه
بیا یې زړه کا د دردمنو د وفا روغ
نن یې زړه په عنایت د بوسې خوښ کړ
په وعده به هجري نشي د فردا روغ