

امیر حمزہ شینواری
بيا نو نهال زما په اوښکو شو ګلشن د ژړا
عشق مې له سوزه نه سوخته کړو پېرهن د ژړا
لکه باران چې په لمن کې د ورېځ وي نهان
داسې مې ډکه د ګوهرو نه دامن د ژړا
ديده يې آب وي هر ساعت داسې یې رنګ ور کړو خپل
جوړ پشکال شو له خندا چې و دښمن د ژړا
مړه حسرتونه مې وو تږي د وصلت د اوبو
د اسوېلو مې فاتحه ور کړه کفن د ژړا
راځي په شکل د پتنګ سوز و الم بې شمار
سوزان چې شمع کړم د عشق په انجمن د ژړا
لښکر د اوښکو مې پسپا کړلو دښمن د فراق
د همدمانو نه خالي مې شو وطن د ژړا
تار د فراق به مې قبا د محبت جوړه کا
حمزه بڼو چې دينار در کړلو سوزن د ژړا