...

امیر حمزہ شینواری

دم د بې دمانو چې اشنا نه کا پيدا

خدايږو چې يې دم د مسيحا نه کا پيدا

پرخي د سحر یوې غوټۍ ته وې په غوږ کې

هغه څه ژړا ده چې خندا نه کا پيدا

خضر دې رهبر شي د هر چا لازمه نه ده

ولې لاروي دې رهنما نه کا پيدا

پوهه شه جذبه يې د الفت نه ده کامله

ډېره د هجران چې تمنا نه کا پيدا

ښايي چې لټون د حمزه وکړي هله په

پلونه چې د تلليو په صحرا نه کا پيدا