...

امیر حمزہ شینواری

زلفې که ورېځې دي، ښوري په خندا خندا

مسته د ښکلا جلوې، پلوري په خندا خندا

اوښکو ته مې موسکه شه، تاته چې معلومه شي

څنګه کړې د نمر صفت ستوري په خندا خندا

دا ښکلي ادا شمعې زده زما له ياره کړه

وايي هر مين ما ته، ګوري په خندا خندا

ډک وي د اغزو چې يار، کوم ګوزار د ګل کوي

ما د خير کتو په تور، زوري په خندا خندا

ورک چې تصور يې شو، دادې کوم  مدام حمزه

ما ته هر کلی وايي، لوري په خندا خندا