

امیر حمزہ شینواری
چې خيشتې يې نن په مُل کړې زلفي ستا
مشاطې هله کاکل کړې زلفي ستا
عفوه بويه پرېشان د اشتياق وم
ما د بل په تېر کې ښکل کړې زلفي ستا
چا ورېځې، چا تيرې کړې، چا دامونه
چا ځنګل او چا سنبل کړې زلفي ستا
زه سپين زړه ساده پښتون وم قسمت ما ته
سياه زړه لکه مغل کړې زلفي ستا
چې مې خوښې وې پرېشانې اوس پرېشان یم
ما عادي د تغافل کړې زلفي ستا
د ورېځې زړه راډک شو ورېدو ته
چانچوړې په منګول کړې زلفي ستا
اوس په قهر ما حمزه ته نه رپېږي
چې اشنا د تامل کړې زلفي ستا