...

امیر حمزہ شینواری

رنګين غوندې لسمون کړي شفق بېزې سترګې ستا

موجب مې د شبګير شوې سحر خېژې سترګې ستا

دا څنګه بې وفا شوې پښتنې پس له وعدې

پېغور هم ټېټې نه کړلې انګرېزي سترګې ستا

سرور او کيفيت مې ستا له قهره شي سوا

مستي د ميو راکاندي خونريېزې سترګې ستا

احباب مې رنګ ته ګوري سپين او سور او زېړ او تور

دا چارې تل په کاوي رنګرېزې سترګې ستا

حيران يم د کمترې دي، د باز، که د شاهين

زړګی په یو نظر سره وړي تېزې سترګې ستا

ملکونه يې د زړونو کړه تالا په هر طرف

کاته څنګه معصوم کوي چنګېزې سترګې ستا

حمزه بې نوايۍ کې څومره خوږ دی کيفيت

اوس نه اوړي یو طرف هم غم انګېزې سترګې ستا