

امیر حمزہ شینواری
اسانې په لوستو کې نه دي ګرانې سترګې ستا
سپرلي هم د ځوانۍ نه کړې اساني سترګې ستا
ساقي په یو نظر کې تغافل هم التفات
د ژوند په راز دي پوهې استاذانې سترګې ستا
اوس ګوره چې ماده يې کړه زما د وینې نوش
کباب غواړي زما د زړه رندانې سترګې ستا
که ښکته شي هم نېغي دې وي څوکي د بڼو
پښتو به را نه زده کړي مسلمانې سترګې ستا
محفل کې که در ګورمه په دې خو نه یم ګرم
دا سترګې دي د ښکليو زما خانې سترګې ستا
شايد اکريکر مې د نظر و پښتني
نن شوې په بې لوظۍ چې پښېمانې سترګې ستا
په غېږه دادا کې يې ستونه وي زلمي
هوښيارې بلاګانې دي نادانې سترګې ستا
بوږنېږي د هوسۍ غوندې ورمخ چې شمه زه
ښايست دې بويه لس کړي پريشانې سترګې ستا
ځواني يې تل تر تله د سخن شوله نصيب
حمزه چې دي ليدلې غزل خوانې سترګې ستا