...

امیر حمزہ شینواری

ډېر ښه يې احساس دی دما نن سبا

يم چې د اشنا نه جدا نن سبا

نمونځ که شي څو ما نه قضا نن سبا

ما ته جنون ستا کړو ادا نن سبا

کم شو په لېمو کې نظر هم د زړه

ډېره که هر څو شوه رڼا نن سبا

ګوره په هر چا هسې ورپېښ نه شې

وخته چې تېرېږي په ما نن سبا

وصله چې په ژوند کې مې بيا را نه شې

ښکاري مې الفت کې خلا نن سبا

ګوره چې موسکی نه شې اشنا زما

ډېره له ما کېږي خطا نن سبا

راشه زما عشقه که ما پوهه کړې

نشته د زړګوټي صدا نن سبا

ښکاري چې اشنا به مخاطب کړي ما

خیژي د هر څيز نه نوا نن سبا

دا په هواګانو کې مستۍ چې دي

ځوانه د حمزه شوه هوا نن سبا