

اشرف خان هجري
اې چې فخر په کثرت کړي د متاع
د نیکونو حال دې نه کا امتناع
د نمود عمر یې لږ دی تر ګلونو
باور مه کړه د جهان په اختراع
مخ د زمکې که فراخ دی ستا پر څه دي
ستا نصیب د دې په نس کې درې ذراع
چې دې کور تر زمکې لاندې مقرر دی
بیهوده کړې د ماڼیو ارتفاع
خورمی عشرت قسمت د ناخبرو
غم اندوه واړه نصیب د اطلاع
طالبان د دنیا واړه جفاګر دي
له هیچا مې وفا نکړه استماع
لږ حیا د سړیتوب له اسمه نه کا
یو په بل خوله لګوي لکه سباع
که ظاهر سره بیور د محبت کا
زړه د هر سړي مملو وي په نزاع
دا فریب چې نن ابنا د زمانې کا
روباه نه کا هسې مکر و اختداع
که سختي وینې له دهره ژړا مه کړه
باقي نه وي د فاني دنیا اوجاع
اې هجري محبت ښه دی له یک رنګو
د دو رنګو یاري نه کا انتفاع