

اشرف خان هجري
لباسي دنیا فتنه یې په ښیوو کښ
هر سړی فریبنده کړی په جلوو کښ
د مراد پياله په سترګو ورښکاره کړې
په افسوس یې کړې خارح په مسخرو کښ
ستا په خوان د بېغمۍ نواله نشته
ډېر تراخه دې الوده دي په خوږو کښ
دانایان دې په خوی پوی ورځنې تښتي
د نعمت هوس دې پروت وینم په خرو کښ
چې ثمر یې ستا د باغ خوړلی نه وي
د طلب یې سزا وار کړ په کتو کښ
تل د غم سره جوړه په زندګۍ وي
څو یې واچوي د خاورو په کیسو کښ
باغیچه د اګنده ده له اندوهه
واړه زهر دې موجود دي په میوو کښ
بوالهوس دې وصال غواړي تر ابده
ته جاني کله اهمال کوې په تلو کښ
څو د وصل خوښي تیره په زمان شي
هجره ته به مې څو سوزوې لمبو کې
د ښادۍ وفا مې ولیده په سترګو
غمه ستا به څه بقا وي په استو کښ
لکه باد د زلفو وصل شه له دسته
حلقه مار به کله پاتې شي په پښو کښ
قساوت دې تل کږې چیرې پریباسي
څو کینه لري هجرانه په شملو کښ
طراري دې برهنه واړه قایل دی
طرفه دا چې بیا دې نیسي په سینو کښ
بهاري ګلونه څو رنګې تازه کړې
زری خاورې د چمن کړې په غرمو کښ
ګواره طمعه کوم له کردګاره
د فلک همه ترخه دي په کاسو کښ
عارفان دې له نیستۍ هستۍ ویزار دي
لکه اوړکی ترخه ګوټ کا په شودو کې
ذی حیات دې مسافر ته یې مزل یې
هر نفر دې بندیوان په غم شیشو کښ
وازګونه دور دې خوی شه له ازله
چرخه څه سود دې موندلی په کږو کښ
غم ښادي په خپل نصیب رسي خاطره
څوک د چا دپاره درومي په رخنو کښ
که هر څو د غم وریځو تاریکي کړه
د کرم قمر ته ګورم په اورو کښ
هجري صبر وسیله د راحتونو
د زحمت علاج دې نشته په ګیلو کښ